Pukhto Adab Tareekh




د پښتنو د ابتدائي ادب او تاريخ هيڅ پته نه لګي، ښکاري داسې چې تر سوونو کلونو پورې پښتو صرف د عامو خبرو اترو ژبه وه، قصې، شعرونه او ټپې سينه په سينه د يو نه بل ته رسيدلې، تر اوسه په پښتو کښې داسې ډير شعرونه او ټپې موجود دي چې شاعر ئي هيچا ته نه وي معلوم.
په پښتو کښې د ليکلو رواج ته اسلامي دور سره توجه شروع کيږي، وئيلې کيږي داسې چې په کال يو سل او پنځه ديرش هجري کښې په پښتو ادب کښې لومړې کتاب د ،پټه خزانه، په نوم په قلات غلزۍ کښې ليکلې شوې وو. د دې نه څه شا و خواه دوا سوه کاله پس ،نسيم ريګستان، نومې کتاب چې د ابتدائي دور شاعر محمد هاشم ابن زياد السرداني ليکلې وو، د دې نه پس خوا و شا څلور سوه کاله د کوم کتاب څه پته نه لږي، او بيا په کال شپږ سوه دولس هجري کښې د پښتو نثر د اولني کتاب تذکرۀ الاوليا په نوم په نظر راځي.
د پښتو د ادب د دې کميابۍ سره چې په شاعرانو نظر واچوؤ نو پکښې د سلطان محمود غزنوي د وزير شيخ ابو الفتح حاکم ملتان ورور شيخ رضي لودهي، د سوري خاندان درباري شاعر اسد سوري، شيخ المشائخ حضرت قطب الدين بختيار کاکي لوئي هستۍ په نظر راځي. خو ښکاري داسې چې د اسلامي سلطنت د قيام نه پس په دې علاقه د ايران ډير اثر وو، د دربار او درباريانو ژبه فارسي وه، ادب او تاريخ ټول په فارسۍ کښې ليکل کيدل، نتيجه ئي دا شوه چې پښتنو هم د پښتو په ځائ په فارسۍ کښې ليکل شروع کړل او بهترين کتابونه ئي اوليکل، له دې کبله پښتو هيڅ وده ونه کړه.
د پښتنو د يو مشهور مذهبي رهنما حضرت اخون درويزه د يو ليک {1550ع} نه پته لګي چې د پښتو اولني تصنيف سحر وو، چې د دوي د وينا مطابق د يوسفزو سره دې، دويم زوړ تصنيف تذکرۀ الاوليا دې چې د پښتو نثر اولنې کتاب بيانيږي، او د دې نه پس د يوسفزو مشهور مشر شيخ ملي بابا يو کتاب په څوارلس سوه اوولس عيسوي ليکلې وو، خو دا وخت دا کتابونه ناياب دي.
د نظم په حصه کښې لومړې تصنيف په شپاړسمه صدۍ کښې ملا ارزاني ليکلې وو، او که اوګورو نو هم په دا صدۍ کښې د پښتو تصنيفاتو په صحيح توګه آغاز شوې دې، هم دغه دور کښې پير روشن خير البيان نومې کتاب ليکلې وو، چې د هغې په جواب کښې حضرت اخون درويزه مخزن اسلام او نور کتابونه اوليکل.
اوس چې دا سلسله شروع شوه او په پښتو کښې ليکل شروع شو نو ديوان عبدالحميد او ديوان رحمان بابا په کښې داسې مقام حاصل کړو چې شائد به داسې کوم د پښتنو کور وو چې د رحمان بابا دديوان نسخه به ورکره نه وه، د دې نه علاوه د حافظ علي پوري ديوان ته هم په ډيره درنه سترګه اوکتل شو، خو دا هم يو حقيقت دې چې د دې دور د ډيرو ليکوالو د دومره محنت او ځان ستړي کولو باوجود هم په پښتنو کښې د علم د کمي له کبله او څه د دوي د اقتصادي ستونزو له کبله دېر تصنيفات طبع نه کړې شو او هم دغسې ختم شو، په اوولسمې صدۍ کښې خوشحال خان خټک خپل تصنيفات وړاندې کړل باوجود د دې چې د هغه وارثان د علم خاوندان وو، او مال او دولت ئي هم لرلو، خو د هغه تصنيفاتو ته ئي پورا توجه ور نه کړه او سوائي د يو ديوان او يو څو نورو کتابونو د خوشحال خان ډير آثار ورک شول. 
په اتلسمه صدې کښې نور کتابونه ښکاره شول چې په هغې کښې د ملا اختر تاريخ په خاص توګه د يادولو وړ دې.
هم دغسې د پښتو سفر د انګريزانو د دور پورې اورسيدو. انګريز قوم د خپل شوق او مطلب د پاره پښتو ژبې ته توجه اوکړه، د رحمان بابا ديوان او څه نور کتابونه ئي په انګلستان کښې په ښه توګه د انګليسي ترجمو سره چاپ کړل، انګريزانو د پښتو د پرمختګ کوششونه شروع کړل، دا خبره ظاهره دا چې دا هر څه انګريز د خپل مطلب د پاره کول خو د دې خبرې نه هم انکار ګران دې چې پښتو ژبې ته ئي ډيرې فائدې اورسيدې.
هم په دا دور کښې د پښتو لغات اوليکل شو، حاجي منشي سيد محمد د انګريزي پښتو لغت اوليکه او وروستو منشي راحت زاخيلي د پښتو فارسي لغت وړاندې کړو.
په هندوستان کښې د رولټ ايکټ او د تحريک خلافت نه پس چې په ټول وطن کښې د انګريز خلاف تحريک اوچت شو نو په سرحد کښي يو قومي جذبه په پښتنو کښې را ولاړه شوه، او پښتانه تعليم طرف ته 
مائل شو، او دا کوشش شروع شو چې پښتو ژبه تعليمي نظام کښې شامل کړې شي، په دې لړ کښې محمد غفران {بي اي بي ټي} ډير کتابونه اوليکل، دا کتابونه چې د کوم مقصد د پاره ليکل شوي وو، د حالاتو له کبله هغه مقصد خو تر لاسه نه شو، پښتو په نصاب کښي خو شامل نه کړې شوه خو د دې تحريک له کبله په پښتنو ځوانانو کښې نوې ساه اوغړيدله او په لږ وخت کښې د پښتنو ځوانان د علم په اسمان اوځليدل، د علم او ادب نوې لارې پرانيستې شوې، په رسالو او اخبارونو کښې په نظم او نثر کښې ليکل شروع شو، سيد راحت زاخيلي د علامه اقبال د ډير کلام په پښتو ژباړه اوکړه، او ملک سيدا خان شينواري د مولانا ابوالکلام ازاد مشهور کتاب جزيرۀالعرب په پښتو کښې ژباړه کړو.
سرحد اوله مجله وه چې د اردو سره په 1924ع کښې په پښتو کښې خپره شوه، بيا شعله او الجهاد د قبائيلي علاقو نه او افغان د پيښور نه چاپ شوه. او د پښتو ادب يو نوې دور شروع شو.

1 comments: